د امریکا متحده ایالاتو فضايي بنسټ(ناسا) سپوږمۍ کې د اکتشاف او د سرچینو استخراج په تړاو د د اوصولو له مجموې چې «ارتمیس» نومیږي، پرته پورته کړه.
ناسا ویلي نور هېوادونه هم باید د دغو اوصولو ملاتړ وکړي، څو سپوږمۍ کې د سرچینو د استخراج زمینه برابره شي.
ناسا د «سپوږمۍ اکتشافي اساسي اصول» خپور کړ
2 سرطان 1399 ساعت 11:35
د امریکا متحده ایالاتو فضايي بنسټ(ناسا) سپوږمۍ کې د اکتشاف او د سرچینو استخراج په تړاو د د اوصولو له مجموې چې «ارتمیس» نومیږي، پرته پورته کړه.
ناسا ویلي نور هېوادونه هم باید د دغو اوصولو ملاتړ وکړي، څو سپوږمۍ کې د سرچینو د استخراج زمینه برابره شي.
د ارتمیس تړون شرکتونو ته دا امکان برابروی چې له سپوږمۍ نه سرچینې استخراج کړي.
دغه تړون سپوږمۍ کې د اوږدمهاله شتون لپاره د ناسا هڅه ده.
د ناسا یو چارواکی، جیم برایدنستاین په دې اړه وايي:«هغه څه چې موږ یې ترسره کوو دا ده چې موږ فضايي فعالیت لپاره د ارتمیس په وسیله زمینه برابرو.»
هغه وايي دا تړون د ناسا ۱۹۶۷ لاسلیک شوي هوکړې سره په تضاد کې نه دی.
د روانې زېږدې میاشتې کې رویټرز خبر ورکړی وو چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ارتمیس د طرحې جوړولو په هڅه کې دی. خو دا کار د روسیه له غبرګون سره مخامخ شو.
د مطلب کود: 212668