کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد کې د کرونا ویروس ورستی حال؛ بیا هم مړینه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سرطان 1399 ساعت 11:22

عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس د یو شمېر تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ.


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې نن ( یکشنبې سرطان ۱ ) خپاره کړي، تېرو څلریشت ساعتونو کې ۴۰۹ نور کسان هم په کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ زره او ۸۳۳ ته ورسېد.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې له تېرې ورځې راهیسې په کرونا ویروس اخته ۱۲ کسان مړه شوي هم دي چې په هېواد کې له همدې امله د مړو شویو کسانو شمېر ۵۸۱ ته لوړ شو.
په همدې ترتیب تېرو څلریشت ساعتونو کې ۴۷۲ کسان له یاد ویروس څخه بېرته  رغېدلي  چې له دې اړخه د ټولو روغ شویو کسانو شمېر هم ۸ زره او ۷۶۴ ته ورسېد.
وروستیو درې  ورځو کې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کم ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې عامې روغتیا  وزارت راتلونکې دوه میاشتې  هېواد کې لاهم کرونا ځپلې ښودلې دي.


د مطلب کود: 212581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212581/هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-ورستی-حال-بیا-هم-مړینه

آوا
  https://www.avapress.com