د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر آخند، د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق سره چې دوحې ته راغلی و، ولیدل.
له نوموړي سره یې په طورخم، سپین بولدک او غلام خان کې د افغان مهاجرینو، تجارانو او مسافرو ستونزې شریکې کړې،او د سهولتونو د رامنځته کیدو غوښتنه یې وکړه. همداراز د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د سولې په اړه هم خبرې وشوې، افغانستان ته د سولې او امن راتلل د دواړو ملتونو او هیوادونو په ګټه وبلل شول.