کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: پکتیکا کې ۲۴ طالبان او ۳ پولیس وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1399 ساعت 9:53

د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو او پولیسو ترمنځ په نښته کې ۲۴ طالبان او درې پولیس وژل شوي دي.


دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین د دې ولایت د اته خونې په سیمه کې شوې ده.
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډيو ته وویل، په دې جګړه کې ۱۲ وسله‌وال او ۴ پولیس ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د جګړې په میدان کې د څلورو پولیسو مړي په مرکز ښرنه کې د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته لېږل شوي دي.
تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 212204

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212204/چارواکي-پکتیکا-کې-۲۴-طالبان-او-۳-پولیس-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com