دغه وزارت وایي، د کورونا ویروس ډېری ثبت شوې پېښې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.
د وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه کورونا ویروس مړه کړي، ۳۱۳ تنه ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۴۲۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳۲۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې کورونا ویروس جدي وبولي او روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي.