کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د افغاني محصولاتو انلاین نندارتون پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 جوزا 1399 ساعت 14:43

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.


د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی.
نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
دغه راز کورني توليدات او محصولات د زوم اپليکېشن له لارې په انلاين ډول څه د پاسه پنځوسو بهرنيو سوداګرو ته معرفي شول.


د مطلب کود: 211499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211499/کابل-کې-د-افغاني-محصولاتو-انلاین-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com