دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 211219
د سر شمېرنې او معلوماتو ملي اداره وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد د وګړيو شمېر ۳۲.۹مـیليونه اټکل شوی دی. له يادې اداې نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له ۳۲.۹ مـیليونه افغانانو ۱۶.۸ مـیليونه يې (۵۱.۰ سلنه) نارينه او ۱۶.۱ مـیليونه (۴۹.۰سلنه) یې ښځينه وګړي جوړوي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د هېواد د ۳۲.۹ مـیليونه وګـــړيو له ډلې ۲۳.۴ مـیليونه ( ۷۱.۰ سلنه) كليوالي وګړي،۸.۰ مـیليونه (۲۴.۴ سلنه) ښاري وګړي او ۱.۵ مـیليونه (۴.۶ سلنه) یې کوچي وګړي جوړوي.
د سر شمېرنې او معلوماتو ملي اداره زياتوی، د وګړيو په دې اټکل کې ۳۴ ولايتونه (۳۶۴ اصلي ولسـوالۍ، ۲۴موقتي ولسوالۍ او ۳۴ د ولايتونو مـــركـزونه) شـامل دي.
https://avapress.com/vdcb88b59rhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته