دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 211217
ولسمشر غني له مایک پومپیو سره د سولې پر راتلونکو ګامونو او اوربند خبرې وکړې
ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر راتلونکو ګامونو او نا اعلان شوې اوربند خبرې کړي دي. په دې ویډیويي غونډه کې په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس وېلسن، د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان سکاټ مېلر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون درلود. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان لوري په دې غونډه کې د “نا اعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې د لوبې اصول به په کې مشخص کیږي ټینګار وکړ”.

اعلامیه زیاتوي چې د واړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې ورځو کې د سولې بهیر پر نورو جزئیاتو ګډ کار وکړي.
د ارګ په اعلامیه کې د نا اعلان شوي اوربند په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د تېرې جمعې پر ورځ د اختر درې ورځو کې اوربند ته په اشارې ویلي وو چې د تاوتریخوالی کمښت به دوام ولري.
هغه پر ټویټر لیکلي وو چې اوربند پيچلې مسله ده او د تاوتریخوالي پای ته رسول ځانګړو او دوامداره همغږۍ ته اړتیا لري.
اعلامیه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار وکړ چې امریکا د اوږدمهال ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د یوه خپلواک، متحده ، دیموکرات او باثباته افغانستان غوښتونکې ده.
د افغانستان د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله هم دې غونډه کې ګډون درلود او دا لومړی ځل دی چې نوموړی له امریکايي لوري پر دې کچه د سولې په اړه خبرې کوي.
د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو هم دې غونډه کې ګډون کړی وو.
https://avapress.com/vdcjvve8auqev8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته