دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 211109
پکتیا ولایت کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د ۳دریو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۲۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۴تنه نور ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د طالب جنګیالیو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې او له دوی څخه ۵میله کلاشینکوفونه یوه میل پیکاه او ګڼ شمیر نورې سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
https://avapress.com/vdcjyve8huqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته