دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 210978
د کندهار روغتیا ریاست چارواکي وایي، د کندهار مرکز سره سره په لېرې پرتو کلیو کې هم د کرونا وبا ګډه شوې چې په هرو دریو کورنیو کې یو کور حتماً د کرونا درې څلور ناروغان لري. د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد طاؤوس اشرف نادري وایي، چې د کندهار ٧٠ سلنه اوسېدونکي پر کرونا ویروس ککړ دي. نوموړی کندهار کې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د چټکې خپرېدو او د ناروغو کسانو د شمېر د زیاتوالي لامل د خلکو له لوري د روغتیایي لارښوونو نه تطبیقول بولي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس محمد طاؤوس اشرف نادري زیاتوي، چې لا هم د کندهار خلک قرنطین نه مراعتوي او د کرونا ویروس د انتقال لپاره یې زمینه برابره کړې، روغتیایي او وقایوي لارښوونې نه عملي کوي، لا هم پر لاس او غېږ ستړې مشي کوي، ټولنیز واټن نه مراعتوي او زیات تګ راتګ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار ولایت هم د هېواد په کچه له هغو ولایتونو دی چې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ زیاتې مثبتې پېښې لري.
تر دې وړاندې هم د کندهار د روغتیا ریاست چارواکو ویلي و، چې د کندهار اوسېدونکي روغتیایي تدابیر په پام کې نه نیسي او د تدبیر نه پر تقدیر ډېر باور لري.
په ورته وخت کې له کندهار سره هم مهاله په ننګرهار ولایت کې هم د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغي زیاته شوې چې په هر کور کې پرې له دریو ډېر کسان اخته دي، خو د ناروغانو ټېسټونه د محرقې د ناروغۍ پایله ورکوي، تازه د عامې روغتیا وزارت پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال د محرقې ناروغي د کرونا ویروس یاد کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د محرقې ناروغانو لپاره دې عم د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ تدابیر ونیول شي.
په ټول هېواد کې تر دې دمه د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې، په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccmxqi42bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته