فضلي بېګا ازادي راډیوته وویل چې د دې پلاوي مشر د عبدالفتاح او ضیا الدین په نوم دوه وګړي یې مشري کوي.
عزیزالله فضلي وویل: "د دولت له خوا چې کوم تخنیکي ټیم دي، لکه د محبسونو ، څارنوالۍ او د شورای امنیت استازي له تخنیکي اړخه ددوي سره خبرې کوي."
د افغانستان حکومت وايي چې تر اوسه د طالبانوتر ۲۰۰۰ زیات بندیان خوشې شوي او د ۱۰۰۰ نورو پر خوشې کېدو هم بحث روان دی.
طالبانو هم د حکومت د ۱۰۰۰ تنو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.
د افغانستان حکومتي چارواکو په دې اړه چې تر پرون ماخوستنه له دواړو خواوو څو کسان خوشيې شوي، دقیقه شمېره نه ده ورکړې او ویلي یې دي چې دا بهیر روان دی.
د یادونې وړ ده چې دافغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو له لوري په خوشې شوو کسانو کې ملکي خلک هم شامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)