دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 210915
د امریکا، افغانستان او ازبکستان ناسته؛ "اوربند بابد دوام وکړي"
د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو او ازبکستان استازو ګډې ناستې په ترڅ کې د حکومت او طالبانو لخوا د اوربند د دوام غوښتنه کړې ده.
دغه ناسته چې تېره ورځ په انلاین ډول ترسره شوه، په کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست، د امریکا د بهرنیو چارووزارت استازي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی وو.
ګډې اعلامیې کې افغانستان کې د اوربند پر دوام، د سولې په برخه کې د هڅو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل ټینګار شوی دی.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي:« د واړه لورو هڅول تر څو د اختر د ورځو په شان اوربند وغځوي، او د کرونا څخه د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره، اړتیا دې ته چې افغانستان د اوربند څخه مخکې د تاوتریخوالی هغه لوړه کچه زغملی نشي او دې ملکي افرادو د تلفاتو مخنیوی باید وشي.»
افغان حکومت او طالبانو د اختر په دریوو ورځو کې اوربند وکړ او دوه ورځې کیږي چې پایته رسېدلی دی، خو تر اوسه د اوربند لورو د اوربند پای په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي‎.
په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې طالبانو تېره شپه پروان کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی او اووه تنه یې وژلي دی.
ګډې اعلامیې همداراز د افغان مشرانو ترمنځ د سیاسي له  هوکړې هم هرکلی کړی دی: « دریواړه هیوادونه په خپلو کې د همکاریو د پراخیتا په برخه کې ژمنه وکړه، د سیمې په هیوادونو او نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې، د افغانستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب سره د جګړې د پای لپاره د بادوامه سیاسي جوړجاړې څخه ملاتړوکړي،»
د غونډې ګډونوالو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري پرمختګ باندې هم خبر کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0xkyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته