تخار: د لویې لارې قطعې منسوبینو د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وسلوالو غلاوو په تور نیولي دي.
نوموړي کسان تېره شپه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د ایبک ښار په رباطک سیمه کې د سمنګان – بغلان پر لویه لار د مسافرینو څخه مالونه لوټ کړي.
بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د تالقان ښار په اړوند سیمو کې هم د عملیاتو په پایله کې دوه تنه د غلا د ګڼو قضیو په تورنیولي دي.
نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا زیاتو څېړنو په پار اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.