د ترکیې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سندري ځواکونو یې د ازمیر په سیمه کې ۷۲ کډوال ژغورلي دي چې ۳۴ یې افغانان دي.
د دوی د معلوماتو له مخې ژغورل شویو کډوالو کې ۳۴ افغانان او پاتې نور د پاکستان، کانګو، او ګانان څخه دي.
په دې کډوالو کې ماشومان، ځوانان، ښځې او سړي شامل دي.
د ترکیې ځواکونه وایي، چې د کډوالو دا کښتۍ یوناني ځواکونو اړ کړې وه چې خپل مسیر بدل کړي، چې بیا دوی ددې کښتۍ د ډوبېدو مخنیوی کړی.