دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 210698
هند او پاکستان څلور سترې جګړې کړې دي او په دې ټولو جګړو کې پاکستان ماتې خوړلې. خو بیا پاکستان بیا خپلې ماتې نه مني. درې جګړې په ۱۹۴۷، ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو کې د کشمیر په سر وشوې چې د پاکستان په ماتې پای ته ورسېدي. څلورمه جګړه په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش په پلازمینې ډاکا کې وشوه او بیا هم پاکستان ماتې وخوړه. تر ماتې وروسته د پاکستان د تسلیمۍ سند (Pakistani Instrument of Surrender) په۱۹۷۱کې د پاکستاني جنرال نیازي او د هندي جنرال اروړا ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې ۹۳ زره پوځیان او ملکیان هندي پوځ ته تسلیم شول. دا د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه ګڼل کېږي او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل وو چې په زیات شمیر کې پوځیان تسلیم شول.
https://avapress.com/vdcb9gb5wrhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته