ولسمشر حسن روحاني پرون د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران ته د سیمې امنیت مهم دی، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل د ځان لپاره د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي ګټو د تامینولو د حق د دفاع د روا حق قائل دی او تهران هیله لري چې امریکایان کومه غلطي ونه کړي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د لویدیځې آسیا امنیت په تیره بیا سمندري امنیت باید د سیمې د هیوادونو لخوا تامین شي، یادونه وکړه چې ایران په دې لړ کښې له ګاونډي هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی.
داسلامی ایران ولسمشر په دوام کې د دوحې او تهران اړیکې دوستانه او سټراټژيکې وبللې او هیله ئې وښودله ، د کرونا ویروس له خوریدا سره سره ، د ایران او قطر د بندرونو له لارې د شیانو منتقلیداسوکه سوکه فعاله کیږي او همداراز د دواړو هیوادونو د هوائي کرښو الوتونه هم له سره پیلیږي .
ډاکټر روحاني همداراز دفټبال ۲۰۲۲کال په نړیوال جام کې د قطر کوربتوب ته په اشارې سره د قطر د لاښه کوربتوب لپاره د ایران له خوا د هرډول مرستو دوړاندې کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
د قطر امیر هم په دغو خبرو کې په درستو زمینو کې له ایران سره داړیکو پراختیا باندې ټينګار وکړ او هیله ئې وښودله،د دواړو هیوادونو د ګډې اقتصادي غونډې په ترسره کیدا سره د ایران او قطر تجارتي او اقتصادي اړیکې لاپراخې شي .شیخ تمیم په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت باید د سیمې ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ، قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی