کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې تېرماښام ( جمعه غبرګولي ۲ ) د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه پولیس د موټر سایکل لروونکو کسانو لخوا په ډزو وویشتل شول.
کورنیو چارو وزارت وايي، یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلی، چې د شوې پېښې په تړاو د دوولسمې حوزې د سیمې د کنترول مسؤل او د ټولي قومندان له دندې ګوښه شوي دي.
کورنیو چارو وزارت له دې مخکې کابل ښار کې تر نامعلومې نېټې د موټرسایکل په ګرځېدا بندیز لګولی و، ځکه په وینا یې ډېری هدفي وژنې له موټرسایکل څخه په ګټې اخیستو ترسره کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)