دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 210537

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په نوې فتوا کې وايي دا چې اختر لمونځ واجب دی او هغه څوک چې د کورونا وېروس له امله وېره لري یا نورې ناروغۍ لري د اختر لمانځه ته له تګ دې ډډه وکړي.
د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب نن د جمعې په ورځ (د مې ۲۲/غبرګولي ۲)په کابل کې د عامې روغتیا له وزیر فیروزالدین فیروز سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل څوک چې لمانځه ته د راتګ نیت لري د روغتیا وزارت سپارښتنې دې پرځان پلې کړي:
"دا لمونځغاړي دې واټن مراعت کړي، ماسک دې ولري، خپل لمونځی( جاینماز) دې ولري، جومات او ځای دې پر میکروب ضد درملو ومینځي."
دی وايي، که څوک دا شرایط نه عملي کوي د شریعت له مخې ګناهګار شمېرل کیږي
همداراز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس چې واکسین جوړیږي باید له دې وېروس سره ژوند وغځوو.
هغه دا هم وویل، ښايي دا وېروس د کلونو لپاره او یا هم د ټول عمر لپاره نړۍ کې پاتې شي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ادارې مشر هم ویلي و، ممکن د کورونا وېروس هم د زوکام یا نورو وېروسونو په څېر نړۍ کې تلپاتې شي.
فیروز الدین فیروز دا هم وویل چې په دې وروستیو کې د کورونا وېروس پېښې ورځ په ورځ زیاتیږي:
"د قرنطین او د روغتیا وزارت سپارښتنو ته نه پاملرنه د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له زیاتوالي مستقیمه اړیکه لري."
د ده په وینا په دې څو وروستیو ورځو کې چې قرنطین نرم شوی پېښې ورځ په ورځ زیاتیږي.
په ورته وخت کې دې وزارت په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۱۰۶۰ مشکوکې پېښې معاینه کړې چې له ډلې یې ۵۴۲ تنه په کوویډ-۱۹ اخته شوي دي چې په دې سره په ټول هېواد کې د دې پېښو ټولټال شمېره ۹۲۱۶ ته لوړه شوه.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د دې وېروس له امله مړه شوي چې په ټول هېواد کې ۲۰۵ ته د مړو شمېره لوړه شوه.
ښاغلي فیروز وویل تر اوسه ۹۹۳ تنه د کوویډ-۱۹ څخه روغ شوي دي.
ده همدراز زیاته کړه تر اوسه افغانستان کې ۴۰۰ تنه روغتیا پالپه کورونا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۳ مړه شوي دي.
د نوموړي په خبره، دې مړه شویو او مبارزانو ته افغان حکومتی یو پکیج منظور کړی او غفلت کوونکو ته یې مجازات په نظر کې نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdcdsz0x5yt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته