د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي: که څه هم کرونا د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ راکړه ورکړه کمزورې کړې؛ خو نورو ځمکنیو راکړو ورکړو او د هوايي دهلیز ترانسپورتي چلند ته په کتلو سره د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد لړۍ چټکه شوې ده.
د خبرپاڼې پر اساس: «له تېرې یوې میاشتې راهیسې افغانستان ته په پراخه کچه خوراکي توکي، تېل او نور سوداګریز سامانونه رالېږدول شوي، چې څه باندې ۷ زره واګونونه کیږي»
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ریل پټلۍ زیاتره واردات د حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې شوي دي.
باید وویل شي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو په څير سمندر ته لاره نه لري او زیاتره راکړه ورکړه یې له ګاونډيو هېوادونو سره د ځمکنیو نقلیه وسایلو په وسیله کیږی؛ خو دې وروستیو کې د هوايي دهلیزونو او ریل پټلیو له لارې هم راکړه ورکړه پيل شوې، چې حکومت یې د کامیابۍ زیری ورکوي؛ مګر سوداګر د ترانزیت او ترانسپورت په دې ډولونو کې له زیاتو ستونزو سر ټکوي.