دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 210519
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدي کرزي د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د یو کلنیک بمباورل بشري جنایت بللی او یاده پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده. په هغه اعلامیه کې چې د حامد کرزي له دفتره خپر ه شوې، نوموړي د ولس د ځان او مال ساتنې لومړی درجه مسئولیت په حکومت اچولی او له همدې کبله یې په حکومت غږ کړی چې له خپلو نظامي عملیاتو لاس واخلي او افغانستان کې ورانوونکې جګړه پای ته ورسوي.

حامد کرزي ددې ترڅنګ د جګړې په دواړو لوریو د روانې جګړې بندلو غږ کړی او په ټینګه یې ورڅخه غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او تفاهم له لارې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د اعلامیې په پای کې ښاغلي کرزي د کندوز د هوايي برید له قربانیانو سره د غمرازۍ ښکاره کولو ترڅنګ هغوی ته استدعا کړې ده:«پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.»
باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې په کرونا وبا د اخته ناروغانو د درملنې پر یو کلنیک هوايي برید کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې د طالبانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هېواد ګڼ شمېر سیاسي مشرانو دغه پېښه وغندله او بشري جنایت یې وبللو.
 
https://avapress.com/vdcdfz0xnyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته