د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چارشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې "دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ ".