د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اختر په رانږدې کیدو پر خلکو غږ کړی چې د اختر له سوداو او مبارکیو تېر او پر ځای يي هغه پیسې اړمنو ته ورکړي. یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
خو د افغانستان په ډیری ولایتونو او ګڼ مېشتو ښارونو کې د حکومتي اعلان پرته خلکو ګرځبندیز پای ته رسولای او ښکاري چې د اختر په نږدې کیدو ښاري ګڼه ګوڼه لا په ډیریدو ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لرو بر کې د کورونا پېښې له بل هر وخته ډېرې شوي، او د عامې روغتیا وزارت يي لامل پخپله د خلکو بې پروايي ګڼي.