دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 210377
له کندوز ولایته رپوټونه وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندوز ښار، امام صاحب، چار درې او علي اباد ولسوالیو له څو اړخونو بریدونه کړي دي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، پر کندوز ښار یې د طالبانو لوی برید په شا تمبولی دی او په جګړه کې یې ۵۰ طالب وسلوال وژلي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي. خو وسلوال طالبان پر کندوز ښار د کوم لوی برید خبره ردوي او وایي، یوازې د ښار په تلوکه سیمه کې یې یو برید کې ۸ افغان امنیتي سرتېري وژلي دي.

له دې رپوټونو سره سم د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم کندوز ښار ته رسېدلی دی او هلته یې له افغان ځواکونو سره کتلي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي چې طالبانو تېره شپه د کندوز ښار پر بېلابېلو سیمو بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.
یاد وزارت وایي، د افغان پوځ ځوابي برید کې له هوایي ځواکه هم کار واخیستل شو او لسګونو طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتې.
اعلامیه زیاتوي چې کندوز ولایت کې د وضعیت د لا ښه کنترول لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو قطعې سرتېري هم سیمې ته استول شوي دي.
خو طالبان نه مني چې ګواکې دې ډلې دې پر کندوز ښار کوم لوی برید کړی وي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت څرګندونې تش تبلیغات بولي.
د طالبانو یوه جلا اعلامیه کې ادعا شوې ده چې سې شنبه د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ او عاق مسجد سیمو کې په هوایي بمبار کې ولسي خلک وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfexd0ew6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته