دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 210321
ټرمپ د کورونا ناتایید شوي درمل کاروي

د امریکا ولسمشر وايي له نږدې لس ورځو راهیسې د هیدروکسي کلروکین په نوم درمل کاروي، خو د امریکا د ناروغیو کنټرول مرکز ټینګار کوي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په مخنیوي کې د دې درملو د اغېز نښې نشته.
د امریکا د خوړو او درملو ادراه د دې درملو د خپلسري کارولو په هکله خبرداری ور کوي، خو ټرامپ وایي، پخپله یې د دې درملو د کارولو پرېکړه کړې او یو مخ ښه دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: له یوه نیمې اونۍ را هیسې یې خورم او وینئ چې اوس هم دلته ستاسو خدمت کې یم.
دا درمل اصل کې د ملاریا لپاره جوړ شوي، که څه هم د کورونا وېروس په مقابل کې یې پر اغېز څېړنې روانې دي، خو لا یې هم په دې برخه کې اغېز ثابت شوی نه دی.
 
https://avapress.com/vdcew78wzjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته