د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي: "د بورډ نننۍ پرېکړه یوه پخه نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسني کورونا وېروس سربېره له افغانستان او له خلکو سره یې خپلې مرستې زیاتوي".
د هغه په خبره، دا مرسته به له افغانستان سره په سخت حالت کې د سمون یا اصلاحاتو جاري ساتلو او د کورونا وېروس له اغېز د کم شوي عاید په اداره کولو کې د مهم مالي ملاتړ برابرولو کې همکاري وکړي.
نړیوال بانک وایي، افغانستان پر ۲۰۲۰ کال له سختو ننګونو سره مخ دی، نړیوالې وبا پرې سملاسي بد اغېز کړی:
"له نورو هېوادونو سره د پولو بندېدو له امله د حکومت ګومرک اغېزمن شوی او د کورنا وېروس د نه خپرېدو لپاره د حکومت قیوداتو پر اقتصادي چارو سخت بد اغېز کړی. بې وزلي لا زیاته او پراخه شوې، ناڅرګند سیاسي او امنیتي حالت هم روان دی".
نړیوال بانک د اپرېل په دریمه هم له افغانستان سره د کورونا وېروس د مبارزې لپاره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي.
د روانې میاشتې پر څلورمه اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا دا د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.:
 

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه