کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالب او ایراني چارواکو پر وروستیو تحولاتو تیلیفوني خبرې کړي

18 ثور 1399 ساعت 15:53

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو سیاسي استازو سره یې د افغانستان دروان وضعیت په هکله تیلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو لورو په دغه تیلیفوني اړیکه کې له کرونا وباء سره د مبارزې او بین الافغاني مذاکراتو په ګډون یو لړ موضوعاتو باندې خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.



د «مهر» خبري آژانس د راپور له مخې افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمدابراهیم طاهریان تیره شپه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړ پوړو استازو سره د تیلفوني خبرو په ترڅ کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له کرونا وباء سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې ایراني چارواکي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له کرونا وباء سره پر جدي مبارزه ټینګار کوي، ځکه ددوی په خبره دغه سیمې لا له وړاندې نه جنګ ځپلي او د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی.
باید وویل شي چې ښاغلي ابراهیم طاهریان تردې وړاندې کابل ته د سفر په ترڅ کې د ټاکنیزې لانجې د هواري، افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو په هکله یې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره کتلي وو.
ایراني چارواکي په داسې مهال د طالبانو سیاسي استازو سره تیلیفوني خبرې کوي، چې روانه اونۍ د ایراني پولیسو لخوا د افغان کارګرانو شکنجه کول او سیند ته غورځولو له امله طالبانو توند غبرګون ښودلی وو.
طالبانو ددې پېښې د غندلو ترڅنګ له ایراني چارواکو غوښتې وو، چې د ښه ګاونډي توب او اسلامي ورو ګلوۍ له مخې باید افغانانو سره تعامل وکړي او په راتلونکي کې ددغه راز ناوړه پېښو له تکرار څخه مخنیوی وکړي.
 


د مطلب کود: 209498

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209498/طالب-او-ایراني-چارواکو-پر-وروستیو-تحولاتو-تیلیفوني-خبرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com