کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې ولسي مجمع:

د بندیانو ژر خوشي کول مو سولې ته رسولای شي

19 ثور 1399 ساعت 13:16

د سولې ولسي مجمع وايي، که کابل ته د بندیانو په تړاو ن د طالبانو د راغلي پلاوي وخت نه وای ضایع شوی او امریکا د بندیانو د خلاصون په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړی وای؛ اوس به هم بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ شوی وای او هم به اوربند ته لاره برابره شوې وای.


د سولې ولسي مجمع د هیواد له بېلابېلو سیاسي څېرو او د ‎سياسي او قومي جوړښتونو له مشرانو سره ناستې کړې او ټینګار یې کړی، چې  د روان کړکیچ په برخه کې باید کورني او بهرني ښکېل سیاسي اړخونه روان وضعیت درک کړي او په هېواد کې د روان سیاسي وضعیت د سوله اییز بدلون په لړ کې د شته فرصتونو او نړیوالې اجماع په پام کې نیولو سره د افغانانو لپاره د ډاډمنې سولې او ارام ژوند په برخه کې په یوه خوله پایلې ته ورسېږي.
د سولې ولسي مجمع د سولې د رښتیني راتګ لپاره بین الافغاني مذاکرات اړین بولي او ټینګار کوي، چې ددې خبرو  د پیل په موخه باید د امریکا او طالبانو په هوکړه کې یاد شوي زندانیان خلاص شي.
دوی ددې تر څنګ  د روان سیاسي کړکېچ د حل او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د سیاسي او قومي مشرانو او بانفوذه کسانو یو نوملړ ترتیب کړی، چې ددوی له قوله د منځګړ رول لوبولای شي او د دریمګړو په حیث د مذاکراتو اړوند دوه لوري قانع کولای شي.
 


د مطلب کود: 209454

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/209454/د-بندیانو-ژر-خوشي-کول-مو-سولې-ته-رسولای-شي

آوا
  https://www.avapress.net