د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مې۶ (غوايي ۱۷مه) قطر، هند او پاکستان ته د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي سفر د پیل خبر ورکړی دی.
خلیلزاد په قطر کې د ملا برادر سره د تاوتریخوالي پرکمیدو غږیدلی
د صدای افغان خبری آژانس , 18 ثور 1399 ساعت 9:49
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مې۶ (غوايي ۱۷مه) قطر، هند او پاکستان ته د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي سفر د پیل خبر ورکړی دی.
دا اعلامیه وايي" سفیر خلیلزاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وویني او هغوی به د امریکا او د طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې په بشپړ ډول پلي کیدو وهڅوي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې سفیر خلیلزاد د سه شنبې په ورځ مې ۵ ( غوايي۱۶) له امریکا څخه سیمې هیوادونو ته سفر پیل کړی دی.
همداشان د دغې اعلامیې له مخې سفیر خلیلزاد به په نوي ډهلي کې د هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د رول په اړه خبرې وکړي.
د دغې اعلامیې له مخې سفیر خلیلزاد به له هند وروسته پاکستان لاړ شي او په اسلام اباد کې به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه وغږیږي.
دا اعلامیه وايي" هغه به په دغو دریو هیوادونو کې د تم کیدو پرمهال په تاوتریخوالي کې په عاجل ډول د کمیدو، د بین الافغاني خبرو د پیل د مهال ویش چټکول او په افغانستان کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره د ټولو غاړو ترمنځ د همکاري غوښتنه وکړي".
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دغې ډلې د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې د سفیر خلیلزاد سره تیره ورځ کتلي دي.
سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، چې په دې خبرو کې د بندیانو د خلاصون، بین الافغاني خبرو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوګړې په بشپړ ډول د پلي کیدو په لارو چارو خبرې شوي دي.
د مطلب کود: 209437