کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ملي امنیت شورا: ۵۲ نور طالب بندیان مو خوشي کړل

17 ثور 1399 ساعت 14:41

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د افغان ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم پرون د سې شنبې په ورځ هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان خوشي شول.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپل ټویټر کې لیکلي، دا زندانیان ددې لپاره خوشي شول چې د کورونا وېروس سره په مبارزه او سوله کې پرمختګ وشي.
دی وايي، د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به نن چارشنبه هم دوام پیدا کړي: "پر طالبانو غږ کوو، چې د برمته کړو ولسي او پوځي خلکو د خوشي کولو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي."



په ورته وخت کې پرون د سې د شنبې په ورځ هم د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخي پله له زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشي شول.
د ملي امنیت شوار وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر طالبانو غږ کوي، چې د حکومت له خوا د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.
 


د مطلب کود: 209416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209416/د-افغانستان-ملي-امنیت-شورا-۵۲-نور-طالب-بندیان-مو-خوشي-کړل

آوا
  https://www.avapress.com