کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو استازې له غني سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه غږېدلې

8 ثور 1399 ساعت 13:02

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «دیبورا لیونز» د حکومت له مشر «اشرف غني» سره غږېدلې او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه خبرې ورسره کړې.

د یوناما له لوري په همدې تړاو پر ټویټر لیکل شوي، چې دیبورا له اشرف غني سره د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو ، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او له کورونا سره د مبارزې په اړتیا خبرې کړې او په ټولو برخو کې يې د ملګرو ملتونو د مرستې ډاډ ورکړی.



د مطلب کود: 208717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208717/د-ملګرو-ملتونو-استازې-له-غني-سره-بین-الافغاني-مذاکراتو-په-اړه-غږېدلې

آوا
  https://www.avapress.com