کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: کندهار ۵۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1399 ساعت 12:24

کورنیو چارو وزارت وايي، د کندهار ولایت یو شمېر ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي، چې طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن ( چهارشنبه غوي ۳ ) رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د کندهار ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک او میانشین ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
د نوموړي په وینا دغو نښتو کې ۳۱ طالب وسلوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. کورنیو چارو وزارت دغو نښتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو له سرپل ولایت څخه راپورونه وايي، چې یاد ولایت کې ۱۱ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.


د مطلب کود: 208411

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208411/کورنیو-چارو-وزارت-کندهار-۵۱-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com