کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوست والي په موټریز کاروان چاودنه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 ثور 1399 ساعت 11:50

د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده.


د خوست سیمه‌ییز چارواکي وایي چې نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د خوست مرکز اړوند د اداري کمپلکس ترڅنګ د جمهوریت دروازې سره نږدې د خوست والي په موټریز کاروان د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې نوموړی ترې روغ وتلی.
د خوست والي ویاند طالب منګل د سې شنبې په ورځ ته وویل چې په دې چاودنه کې د والي دوه ساتونکي ژوبل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه ټپي شوې ده.
د ده په وینا ټپیان روغتون ته استول شوي او روغتیایي وضعیت‌یې روغ ښودل شوی.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.


د مطلب کود: 208316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208316/د-خوست-والي-په-موټریز-کاروان-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com