دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 208100
برتانیا ساینس پوهان د کرونا ضد یو میلیون کسانو ته واکسین جوړوي
د برتانیا د آکسفور پوهنتون ساینس پوهانو ویلي، چې تر راتلونکو پنځو میاشتو به د کرونا ویروس ضد یو میلیون واکسین جوړ کړي.
د برتانیا د آکسفور پوهنتون ساینس پوهانو ویلي، چې تر راتلونکو پنځو میاشتو به د کرونا ویروس ضد یو میلیون واکسین جوړ کړي.
 
د بي بي سي پښتو د راپور له مخې د برتانیا د آکسفور پوهنتون ساینس پوهانو هڅې پیل کړي، تر څو ژر تر ژره د کرونا ویروس پر ضد درمل جوړ او بازارونو ته یې وړاندې کړي.

دغو ساینس پوهانو ویلي، چې راروانه اونۍ به دغه واکسین د کرونا پر ناروغ وازمویل شي، او تر هغه وروسته د روان کال تر سپتمبر میاشتې پورې به د یو میلیون کسانو لپاره واکسین جوړ کړي.

نړۍ کې د کرونا ویروس چټک خپرېدا، ساینس پوهان اړ کړي تر څو ژر تر ژره د یاد ویروس ضد درمل جوړ کړی خو لاهم پاتې راغلي.

په معمول ډول د یو ویروس ضد درمل یا واکسین جوړول یو کال تر اتلس میاشتو وخت ته اړتیا لري، خو کرونا ویروس په نړۍ کې ډېرې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده، او د یو شمېر ډېرو کسانو ژوند یې اخیستی، نو له همدې امله د نړۍ پیاوړو ساینس پوهان خپلې هڅې ډېرې چټکې کړي تر څو د یاد ویروس پر وړاندې واکسین جوړ کړي.

تر دې مخکې امریکا او آسټرالیا هېوادونو د کرونا ویروس ضد واکسین ازمویلی خو تر اوسه یې پایله نه ده په ډاګه شوې.
https://avapress.com/vdcgz79xzak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته