د ملي  امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري آزاد شوي ۶۰ تنه ډېری یې هغه کسان دي چې همدې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو له لوري نیول شوي، اوس یې بېرته خوشې کړي دي.
 
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل تېره ورځ ( شنبه وري ۳۰ ) د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، طالبانو تر هغه وروسته چې قطر کې له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، او د همدې هوکړې پر بنسټ یې د ۱۰۰۰ بندیانو د آزادېدو ژمنه وکړه، تر هغه وروسته یې د ملکي وګړو پر یرغمل لاس پورې کړی دی.

نوموړي وویل چې د طالبانو له لوري آزاد شوي کسان ډېری یې ملکي وګړي دي، چې په تېره یو میاشت کې نیول شوي دي، او اوس یې بېرته آزاد کړي دي.

د ملي شورا امنیت ویاند وویل چې کندهار کې د طالبانو له لوري شل کسان لس یې ملکیان دي، او داسې کسان هم پکې شامل دي چې قانوني سن یې نه دی پوری کړل، خو د طالبان له لوري یرغمل شوي دي.

نوموړي لغمان ولایت کې د طالبانو له لوري د څلوېښت آزاد شویو کسانو په اړه هم وویل، چې له ډلې ۲۸ کسان تېرې

ستاسو نظر

تازه ترین خبرونه