دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 208093
ملي امنیت شورا: طالبانو هغه کسان آزاد کړي چې تېره میاشت یې یرغمل کړي وو
د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري آزاد شوي ۶۰ تنه ډېری یې هغه کسان دي چې همدې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو له لوري نیول شوي، اوس یې بېرته خوشې کړي دي.
د ملي  امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري آزاد شوي ۶۰ تنه ډېری یې هغه کسان دي چې همدې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو له لوري نیول شوي، اوس یې بېرته خوشې کړي دي.
 
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوید فیصل تېره ورځ ( شنبه وري ۳۰ ) د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، طالبانو تر هغه وروسته چې قطر کې له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، او د همدې هوکړې پر بنسټ یې د ۱۰۰۰ بندیانو د آزادېدو ژمنه وکړه، تر هغه وروسته یې د ملکي وګړو پر یرغمل لاس پورې کړی دی.

نوموړي وویل چې د طالبانو له لوري آزاد شوي کسان ډېری یې ملکي وګړي دي، چې په تېره یو میاشت کې نیول شوي دي، او اوس یې بېرته آزاد کړي دي.

د ملي شورا امنیت ویاند وویل چې کندهار کې د طالبانو له لوري شل کسان لس یې ملکیان دي، او داسې کسان هم پکې شامل دي چې قانوني سن یې نه دی پوری کړل، خو د طالبان له لوري یرغمل شوي دي.

نوموړي لغمان ولایت کې د طالبانو له لوري د څلوېښت آزاد شویو کسانو په اړه هم وویل، چې له ډلې ۲۸ کسان تېرې یوې میاشتې کې د طالبانو له لوري نیول شوي وو.

هغه همداراز زیاته کړه، طالبانو هغه دوولس ځايي پولیس هم آزاد کړي، چې څه موده مخکې په خپله طالباونو ته تسلیم شوي وو، چې د نوموړي په خبره دغو پولیسو سره به قانوني چلند وشي.

ملي امنیت شورا دفتر پر طالبانو نیوکه وکړه چې د افغان حکومت لخوا د ورکړل شوي نوملړ له مخې یې بندیان نه دي خوشې کړي، او زیاتوي چې د طالبانو له لوري د خوشې شویو ۶۰ کسانو له ډلې یوازې ۱۹ یې افغان امنیتي ځواکونه دي.
د ملي شورا دفتر ویاند جاوید فیصل  لغمان کې د طالبانو له لوري د خوشې شویو کسانو په اړه وویل، چې دوولس یې ځايي پولیس، څلور تنه ترخیص یا منفک شوي پوځیان، لس یې ملکیان او یوازې نهه تنه یې امنیتي ځواکونه دي.

د افغانستان ملي شورا دفتر وايي، چې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د طالبانو د خلاصون بهیر دوام ولري، تر څو د سولې بهیر کې د پرمختګ څرک ولیدل شي.

د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۵۰۰ طالبان به تر بین الافغاني خبرو مخکې آزاد کړل شي.
https://avapress.com/vdchw6nix23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته