کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند: پاکستان کورونا نیولي خپل کنټرول لاندې کشمیر ته لېږي

26 حمل 1399 ساعت 13:45

هند واکي کشمیر کې لوړپوړی پوځي جنرال وايي، د دوی د استخباراتو له مخې پاکستان تر ډېره کورونا نیولي کسان د خپل واک لاندې کشمیر ته لېږي.



د هند واکي کشمیر په مرکز سرینګر کې تورنجنرال بي اېس راجو دا ځواب دې پوښتنې ته ور کړ چې د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته د پاکستاني پوځ په چلن یا مېشتېدلو کې کوم بدلون راغلی؟
هغه دا هم وویل، چې د پوځ ځای په ځای کولو یا لېږلو کې کوم مهم بدلون نه دی راغلی، خو پاکستان د کورونا وېروس ډېر اغېزمن کسان خپل کنټرول لاندې کشمیر ته استوي.
کله چې وپوښتل شو د دې تور لپاره څه ثبوت لري، نو زیاته یې کړه چې پاکستاني پنجاب کې د کورونا نیولي کسان لرې سیمو ته لېږل کېږي چې وګړي پکې کم وي او کرنتین مرکزونه داسې سیمو کې جوړوي.
 


د مطلب کود: 207723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207723/هند-پاکستان-کورونا-نیولي-خپل-کنټرول-لاندې-کشمیر-ته-لېږي

آوا
  https://www.avapress.com