کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: د لس زره بندیانو نیمايي هم نه دي خوشي شوي

25 حمل 1399 ساعت 8:54

د هغو جنايی بندیانو له ډلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې باید په تېرو څه باندې دوو اونیو کې د افغانستان له زندانونو خوشي شوي وای، تر دې دمه نژدې نیمايي یې خوشي شوي دي. افغان ولسمشر په وري میاشت کې د ۱۰ زره بندیانو خوشي کولو امر کړی و.


د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره وايي، د دغو ۱۰ زره جنايي بندیانو چې ولسمشر غني یې دوې نیمې اونۍ مخکې د خلاصون امر کړی دی، د بېلولو او چاڼولو چارې لا هم روانې دي او د دوی په وینا اټکل دی چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به یې بهیر بشپړ شي.
تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو که د کرونا وېروس ستونزه جدي پړاو ته ورسېږي نو د ولسمشر په فرمان کې د یادو شویو شرطونو له مخې د زندانیانو خوشې کېدلو بهیر هم باید چټک کړل شي.


د مطلب کود: 207525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207525/کورونا-وېروس-د-لس-زره-بندیانو-نیمايي-هم-نه-دي-خوشي-شوي

آوا
  https://www.avapress.com