کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قبایل له لومړي وزیر د ژمنو پوره کېدل غواړي

21 حمل 1399 ساعت 9:13



د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کوويډ ۱۹ ساري ناروغۍ له امله پر ګرځېدو د محدودیتونو له امله ګڼو پوهنتونو او ښوونځیو د انټرنیټ له لارې سبکونه پېل کړي، خو د پښتونخوا نوې ولسوالۍ یا پخوانۍ‍ قبایلي سیمې چې انټرنیټ نه لري، پېغلې او ځوانان يې له نورو ستونزو سره سره له زدکړو هم بې برخې کړي دي.‌
د کورمې اوسېدونکې نایله الطاف چې د پېښور پوهنتون زدکوونکې ده،‌ وايي‌ په سیمه کې يې موبایل ټيليفون لا کار نه کوي،‌ انټرنیټ خو لرې خبره ده‌.
"که زه د کورمې خبره وکړم نو هلته خو په اکثره سیمو کې د موبایل شبکې لا کار نه کوي، انټرنیټ خو پرېږده".‌
 


د مطلب کود: 207305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207305/قبایل-له-لومړي-وزیر-د-ژمنو-پوره-کېدل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com