دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 207187
بشري حقونو څار سازمان: اسلم فاروقي سره دې عادلانه محاکمه کې حساب کتاب وشي
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)​ له افغان حکومت غواړي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې له مشر سره د یوې عادلانه محاکمې په ترڅ کې حساب کتاب او په جنګي جرایمو محکوم کړي.
هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په یوه بیان کې چې پرون د اپرېل په ۶مه نېټه خپور شو وايي، په افغانستان کې پر ملکي وګړو د حملو په تنظیمولو تورن د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي چې اصلي نوم‌یې عبدالله اورکزی دی باید د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره سم محاکمه او د محکمې په جریان کې د دې حملو د قربانیانو او عیني شاهدانو حضور او شهادت یقیني شي.

بیان د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې د مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له قوله لیکي چې د فاروقي نیول افغان چارواکو ته یو ښه فرصت برابروي څو د جګړو قربانیانو ته د عدالت د ټینګولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل ثابت کړي.

نوموړې وايي، د محاکمې په ترڅ کې د قربانیانو حضور د دې خبرې د یقیني کولو لپاره هم ډېر مهم دی چې نه‌یوازې افغان حکومت به عدالت پلی کوي، بلکې قربانیان به هم ويني چې عدالت ټینګ شوی دی.

بیان زیاتوي چې افغانستان، د بشري حقونو له تورنو سرغړوونکو او جنګي مجرمانو سره د حساب کتاب کمزورې سابقه لري او د هغو زرګونه بندیانو یادونه کوي چې اوس‌مهال د افغان حکومت په زندانونو کې د ترورېزم په اړوندو تورونو بندیان دي، خو وايي چې حکومت تر اوسه هېڅوک په جنګي جنایتونو یا د بشريت ضد په جرمونو نه‌دي محاکمه کړي.

هیومن رایټس واچ وايي چې په افغانستان کې په ترورېزم مشکوک بندیان په پټو توقیف‌خونو کې ساتل کېږي او اکثراً د شکنجې په وسیله جبري اعترافونه ترې اخیستل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور وايي، د افغانستان د لویې څارنوالۍ د جنګي جرمونو د څېړنې څانګې د اسلامي دولت ډلې د ځینو حملو په اړه تحقیقات کړي دي، خو تر اوسه‌یې په دې برخه کې د قانون په اساس هېڅ‌راز څېړنې نه‌دي کړي.
د هیومن رایټس واچ څېړونکې پاتریشیا ګاسمن وايي چې افغان حکومت د اسلم فاروقي او په لویو جرمونو د نورو توونو کسانو د عادلانه محاکمې په برخه کې د ترورېستي حملو د قربانیانو پوروړی دی.

مېرمن ګاسمن وايي چې که افغانستان د دې ډول تاوتریخوالي پای ته رسول غواړي نو د عدالت پلي کول اړین دي.

د داعش ډلې خراسان څانګې، په افغانستان کې د ډېرو هغو حملو مسؤلیت منلی چې ملکي خلک په‌کې وژل شوي.

همداراز د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ دې ډلې په پلازمېنه کابل او نورو ښارونو کې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو انتحاري حملې وکړې چې سلګونه ملکي وګړي په‌کې مړه او ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdcaa0nu049nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته