کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو اعلامیې ته د ملي امنیت شورا غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1399 ساعت 12:11

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان ځواکونه له تېرو څو اونیو په دفاعي حالت کي دي چې په وینا یې«د طالبانو د بریدونو دوام کولای شي د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي.»



ښاغلي فیصل وویل:"په زابل او بدخشان کې د طالبانو بریدونه بېځوابه نه پرېږدو، موږ د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته طالبانو ته قوي ځواب ورکوو، اوس مسؤلیت وسله والو طالبانو ته متوجه دی چې د سولې په طرف ګامونه اخلي او یا هم خپل تاوتریخوالي او بریدونو ته دوام ورکوي."

تېره کب میاشت په زابل او تخار ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو په بریدونو کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژل کېدو راپور ورکړل شو.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو په اړه په کابل کې خبرې روانې دي چې په وینا یې طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي او د سولې په اړه خپل ژمنتیا ثابته کړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا او د هغوی کورنیو بهرنیو همکارانو له دغه ډلې سره د سولې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
طالبانو ویلي و چې امریکا او د هغوی همکارانو په دې وروستیو کې د یادې ډلې پر وسله والو چاپې وهلي، هوايي او ځمکني بریدونه یې پر کړي او د دغه ډلې د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصولو بهیر یې هم ځنډولی چې په وینا یې که دغه سرغړونې دوام پیدا کړي، د سولې تړون ته به زیان ورسوي او دوی به هم متقابل غبرګون ته وهڅوي.
د طالبانو تر اعلامیې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وویل چې دوی د دوحې تړون په اساس ټولو پوځي اصولو ته ژمن دي او په دې اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.
سوني لګټ ویلي که چیري وسله وال طالبان د هغوی پر افغان همکارانو برید وکړي دوی یې دفاع کوي.


د مطلب کود: 207060

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/207060/د-طالبانو-اعلامیې-ته-ملي-امنیت-شورا-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.net