دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 206634
هېواد کې د کرونا ویروس مثتبې پېښې ۱۹۶ ته ورسېدې
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۶ ته رسېدلی چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت (چهارشنبې د وري ۱۳مه نېټه) وايي چې دولس مثبتې پېښې په هرات، یوه په فراه، شپږ په کابل، یوه په غزني، یوه په بغلان او یوه په پکتیکا کې ثبت شوې دي.
همداراز ولسمشر غني د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د بېړنۍ کمېټې له غړو سره په لیدنه کې سپارښتنه کې چې سره له نن ورځې "د وري ۱۳مه نېټه) له کابله هرات ته ټولې الوتنې ودرول شي.
اوس مهال هرات ولایت کې تر ټولو ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې: ۱۹۶
· هرات -۱۴۳
· کابل - ۱۶ (۴بهرني وګړي)
· فراه - ۶
· سمنګان - ۴
· نیمروز -۵
· لوګر - ۳
· بلخ -۳
· زابل - ۲
· غزني - ۲
· بدخشان - ۱
· کندهار - ۳
· دایکندي - ۲
· ننګرهار -۱
· کاپیسا -۱
· بادغیس - ۱
· سرپل – ۱
· بغلان ـ ۱
· پکتیکا ـ ۱
· مړه کسان - ۴
· روغ‌شوي – ۵
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39xtak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته