پوسټ کوډ 193111
نیټه خپرول: پنج شنبه 7 وری 139909:41

غزني کي له چاوديدونکو موادو ډک موټر موخي ته تر رسيدو مخکي ونيول شو

له دغه مو?ر ?خه 162 بور? اونيم نايتريت، د ماينونو 39 ريمو? کن?رولونه، د چاوديدونکو موادو 2500 پ?اق?، 150 متره ثانيه سوز لين او نور مواد ترلاسه شوي.

ﺯړورو افغان امنيتي ځواکونو تيره ورځ د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ اړوندو کي له چاوديدونکو موادو څخه ډک ډينا ډوله موټر چي تروريستانو غوښتل غزني ښار ته انتقال او د موادو پر مټ يي تروريستي بريد ترسره کړي ونيو.
له دغه موټر څخه 162 بورۍ اونيم نايتريت، د ماينونو 39 ريموټ کنټرولونه، د چاوديدونکو موادو 2500 پټاقۍ، 150 متره ثانيه سوﺯ لين او نور مواد ترلاسه شوي.
د دغه موټر بم په نيولو سره د لسګونه کسانو ژوند وژغورل شو او په غزني کي د يوي لويي فاجعي مخه ونيول شوه.
افغان امنيتي سرتيري شپه او ورځ بيداره دي او هڅه کوي څو د تروريستانو د هر ډول تروريستي او خونړي عمل مخنيوى وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement