دغه پېښه نن چهارشنبه سهار ۰۷:۴۵ رامنځته شوې ده او تر د مهاله پکې د مرګ ژوبلې رامنځته کېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین وايي، افغان امنیتي ځواکونه د بریدګرو د له منځه وړلو لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډالې په غاړه نه دی اخیستی.