د سولې پروسه حساس پړاو ته رسېدلې، خلک له جنګ او ورانیو ستړي شوي او په بیړني ډول د وینې توېدنې او تاوتریخوالي د کمېدو پلوي کوي.
موږ دې ارمان ته د رسېدو او د سولې پروسې د بریا لپاره له هیڅ هڅې او موقع دریغ نه کوو.
پدې پړاو کې د باعزته، عادلانه او سراسري سولې د ټنګښت په برخه کې هر ډول همکارۍ او قربانۍ ته تیار یو.
څنګه چې په سیاسي او د ټاکنو په پروسه کې د ملت د ارادې او غوښتنو د پوره کېدو په برخه کې ولاړ یو، همغسې به د سولې په پروسه کې هم د افغانانو مشروع او پر حقه غوښتنې تعقیب کړو.
د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د سیاسي قشر مسؤلیت دی، چې په راتلونکو بدلونونو کې د هېواد لویو ارزښتونو د ساتنې، ملي ګټو، لاسته راوړنو، اساسي قانون، د بیان ازادۍ، ازادې رسنۍ، مدني ټولنې، د ښځو ازادي او د لویو ټولنیزو لاسته راوړنو څخه ننګه او ملاتړ وکړي.
په اخر کې یوځل بیا د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته د نوي کال مبارکي وایم او هیله لرم، چې دا کال به په خیر او خوشحالۍ پیل او تیر شي.