دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 205723
طالبانو په افغانستان کي له کرونا ويروس سره په گډه مبارزه کي تياری ښودلی. په دوحه کي د هغوی د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپل تويتر کي ليکلي چي غواړي له (WHO) او نورو نړيوالو روغتيايي سازمانونو سره گډ کار وکړي.
 په کابل کي د روغتيا وزارت خبر ورکړی، په افغانستان کي د کرونا په نوي ويروس باندي د اخته کسانو شمير ۲۲ ته لوړ سوی دی. خو اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.
د ملگرو ملتو د بشري مرستو د همږغي کوونکې دفتر »اوچا« په حواله، له کرونا ځپلي گاونډي هيواد ايران څخه افغانستان ته د کډوالو راتگ هم سختي انديښنې راوپارولي دي.
په دې ډول له ورځو راهيسي په زرونو افغانان له سرحد څخه بيرته افغانستان ته راځي. افغانستان له دوو لسيزو جگړو راهيسي له سخت روغتيايي حالت سره مخامخ دی. په ډيريو سيمو کي صحي پرسونل او وسايل نه سته.
د روغتيا وزارت وياند، وحيدالله مايار ويلي دي چي «په هغو سيمو کي چي د طالبانو تر کنترول لاندي دي، موږ خپل خدمات د هغو غير دولتي سازمانونو له لاري رسوو چي زموږ سره گډ کار کوي.«
 همدارنگه لويديځ ولايت فراه ته هم چي له ايران سره په سرحد کي پروت دی، په تيرو وختونو کي ډير انسانان ستانه سوي دي.
فراه تر ډيره د طالبانو تر کنترول لاندي ده. په دغه ولايت کي د يوه غير دولتي سازمان کارکوونکي د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وويل چي ددغه ويروس د تِست له پاره وسايل په اختيار کي نه لري. خو د مرستندويه سازمانونو د کار کولو مخه نه نيول کيږي.
https://avapress.com/vdcewn8wxjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته