د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .
د امریکا بندیزونه له کرونا سره دایران د ولس دمبارزې خنډدي
24 حوت 1398 ساعت 19:07
د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .
په ملګروملتو کې د اسلامی ایران جمهوریت دایمي استازي مجید تخت روانچي پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په ضد د امریکا یو اړخیز بندیزونه ، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دتهران د هلوځلو خنډ بللي او ټينګار ئې کړی ، نړیوال بحرانونه د نړیوالو حقیقي هلو ځلو ته اړتیا لري .
تخت روانچي روښانه کړې ده ، د ایران ولس اوحکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ډيره هڅه کوي ، خو د امریکا بندیزونه ددغو هلوځلو خنډ شوي دي .
تخت روانچي پر امریکا غږ کړی ،د انسان دوستۍ د هلوځلو له سیاسی کولو دې لاس واخلي اوبندیزونه دې ختم کړي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم دپنجشنبې په ورځې د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې چې یوه یوه کاپي ئې د درستو هیوادونو خارجه وزیرانو او نړیوالو اورګانونو ته هم لیږدول شوي ، ، له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره ئې د ایران په ضد دامریکا د یو اړخیزو بندیزونو پر لیرې کولو ټينګار کړی ؤ .
د واشنګټن په ظالمانه بندیزونو کې چې د درملو اوطبي تجهیزاتو پشمول اساسی شیان پکې شامل دي ، د ایران د ولس په تیره بیا د ناروغانو لپاره ئې ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي .
د مطلب کود: 205460