کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا ویروس: پاکستان له افغانستان او ایران سره ټولې ځمکنۍ لارې تړي

24 حوت 1398 ساعت 19:07

د پاکستان د د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان او ایران سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره به ټولې ځمکنۍ لارې له راتلونکې دوشنبې وتړي.
دا پریکړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په ډاګه شوه.



د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې له افغانستان او ایران سره دې ټولې لارې په بشپړه توګه وتړل شي.
پریکړه کې ویل شوي چې دا لارې به د راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) په ورځ د ۱۴ ورځو لپاره تړل کیږي.
دې شورا دغه راز پریکړه کړې چې په ټول پاکستان کې به ټول ښوونیز بنسټونه د راتلونکې اپریل میاشتې تر پنځمې نېټې تړلي وي.
 


د مطلب کود: 205453

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205453/کورونا-ویروس-پاکستان-له-افغانستان-او-ایران-سره-ټولې-ځمکنۍ-لارې-تړي

آوا
  https://www.avapress.com