کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اجرائیه ریاست لغوه کړ

21 حوت 1398 ساعت 18:43

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې اجراییه ریاست لغوه کړی دی. په دې فرمان کې ویل شوي، د اجراییه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وويل "کله چې د ولسمشر غني له لوري د لوړې مراسم ترسره شول نور اجراییه ریاست نشته."



نوموړي زیاته کړه چې د افغان حکومت په چوکاټ کې دې ریاست ځای نشته.
د ولسمشرغني پنځه ماده ییز فرمان کې چې بي بي سي ترلاسه کړې هم ویل شوي چې د اجرائیه ریاست کاري دوره پای ته رسېدلې. په خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د اجرائيه رياست د جوړېدو او د وزيرانو د شورا په تړاو ټول صادر شوي فرمانونه او حکمونه، د ملي وحدت د حکومت پخواني اجرائيه رئيس ته ورکړل شوي ځينې واکونه، لگښتونه او امتيازات د ١٣٩٨ کال د حوت مياشتې له ١٩ نېټې د اعتبار وړ نه دي او لغوه دي.
 


د مطلب کود: 205328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205328/افغان-ولسمشر-محمد-اشرف-غني-اجرائیه-ریاست-لغوه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com