کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د طالب بندیانو د بښلو او خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ

21 حوت 1398 ساعت 9:54

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل په مناسبت د دغې ډلې د زندانیانو د عفوې او خوشي کولو اړوند فرمان لاسلیک کړی. د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.




د ولسمشر ویاند پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.
لومړی ماده: ښاغلي صدیقي زیاته کړې، د دې فرمان د لومړۍ مادې پر اساس هغه طالب بندیان چې خوشي کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې د جګړې ډکر ته به نه ستنېږي.
په دې ماده کې راغلي چې خوشي کېدونکي طالب بندیان به د بایومټرېک مالوماتو له ثبتولو وروسته ازادېږي.
دویمه ماده: د فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.
دا ماده زیاتوي، دا لړۍ به د حوت میاشتې له څلور ویشتمې نېټې (د مارچ له څوارلسمې) پیلېږي او هره ورځ به سل (۱۰۰) تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.
 


د مطلب کود: 205260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205260/ولسمشر-غني-د-طالب-بندیانو-بښلو-او-خوشي-کولو-فرمان-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com