کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عمران خان د هند د مسلمانانو په وړاندې د رهبرۍ د سترمقام د دریځ قدرونه وکړه

16 حوت 1398 ساعت 12:59



د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په خپل ټویټری پیغام کی ولیکل زه د اسلامی انقلاب له معظم لارښود مننه کوم چی په هند او همداراز کشمیر کې د مسلمانانو د قتل عام او ظلم پرضد  غږ پورته کړ .
د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه له بده مرغه د هند د مسلمانانو د نسل ختمونې په اړه د اسلامی نړۍ ډیر کم مشران خبره کوی او دا د هندی حکومت او افراطیانو د سبین سترګی توب سبب کیږي .
له دې مخکې د پاکستان ولسمشر عارف علوی هم په هند کې د مسلمانانو د وژلې د غندلو په زمینه کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دریځونو قدرونه کړی وه .
د هند په بیلا بیلو سیمو کی د مسلمانانو پرضد د افراطی هندوانو په تاوتریخوالیو کی چی د هند د مودی حکومت ترې ملاتړ کوی ، لږ تر لږه ۴۶ مسلمان مړه او په سلجګونو ژوبل شوی دي . افراطی هندوانو په نوی ډیلی کې د مسلمانانو جوماتونه وران کړي دي او په مسلمان میشته کوڅو یې د تیلو په بمونو سره حملې کړي دي
 


د مطلب کود: 204920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204920/عمران-خان-د-هند-مسلمانانو-په-وړاندې-رهبرۍ-سترمقام-دریځ-قدرونه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com